برنامه های ملی و انکشافی وزارت

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان ملکیتونه او ځمکې بیې ایښودنې پروګرام

د افغانستان پر ملکیتونو او ځمکو د بيې اېښودنې پروګرام په ۱۳۹۷ کال کې د ځمکو د بيو معلومولو او د دولتي او شخصي ملکیتونو لپاره رامنځته شو.

د دې پروګرام موخې د ځمکې ملي پالیسي پلي کول، د کرايې، ګروۍ او پیر او پلور معاملاتو کې د دولتي او شخصي ملکیتونو او د ځمکې اصلي نرخونو را ټولول، د پالیسیو د تطبیق په برخه کې اقتصادي پلان جوړونه کې معلوماتو ته لاسرسی، د ملکیت او ځمکې په معاملاتو کې د فساد کمښت، د . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۰:۴۸
Background image

د غیر رسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام

د غیر رسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام د ځمکو د تنظیم قانون ۱۱۲ مادې پر بنسټ رامنځته شوې ده، چې موخه یې په غیر رسمي او غیر پلاني ښاري سیمو کې د کورونو ثبت او سروې، د ملکیت سند وېش او د بهسازۍ او بيا مېشتېدنې برنامو له لارې پر ښو ښاري سيمو د غير رسمي سيمو بدلول دي.

د دې پروګرام لومړی پړاو د کابل، هرات، مزار شریف، جلال آباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې پیل شوی او په وروستیو دوو کلونو کې له ۶۰۰ . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۰:۵۱
Background image

د دولتي ځمکو بانک پروګرام

د دولتي ځمکو د بانک پروګرام د دولتي ځمکو او د دولت تر استفادې لاندې د عامه ملکیتونو د ثبت او سروې په موخه جوړه شوې.

د دې ملي او انکشافي برنامې له تطبیق سره به د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي، د دولت پراختيايي او اقتصادي پلان جوړونې او د هغې تطبيق ته د زمينې برابرولو، د ټولګټو او زيربنایي پروژو عملي کېدو، خصوصي سکتور ته د ځمکو په اجاره ورکولو، بیرته راستنېدونکو او بې ځایه شویو کډوالو، کوچیانو او د هېواد . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د افغانستان د ځمکوالۍ بنسټیز نظام پراختیایي پروګرام

د افغانستان د ځمکوالۍ بنسټیز نظام پراختیایي پروګرام د جلالتماب جمهور رئيس محمد اشرف غني او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له ترکیې هېواد سره په همغږۍ رامنځته شو.

د دې پروګرام موخه د معاصرې ټکنالوژۍ پر مټ د ځمکوالۍ په برخه کې د نوي او غوره سيسټم رامنځته کول دي. دا پروګرام د فرعي برخو په ګډون درې عمومي برخې لري:

لومړی د جيوديتيک زيربنا په دريو برخو کې د جغرافيایي معلوماتو د . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د ثبات د ټنګښت ملي پروګرام

د ثبات ټنګښت ملي پروګرام د دولتي ادارو د زیربناو د جوړولو، سیمه اییزې حکومتولۍ د پياوړتيا او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره جوړه شوې، چې له دې لارې تر اوسه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۸۱ ساختماني او زیربنايي پروژې تطبیق شوې دي.

په دې پروژو کې د ولايتونو په کچه ۴۷ اداري تعمیرونه، په ولسوالیو کې ۱۲۰ اداري ودانۍ، ۲ روغتيايي کلینیکونه، ۲۲ ښونځي، ۱ پوهنتون، ۱ لوبغالی، د سکتوري ریاستونو ۱۱ . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د دولتي او عامه ودانیو پروګرام

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا د عامه او دولتي ودانیو پروګرام هېوادوالو ته د عامه او دولتي ودانيزو پروژو د تطبیق په برخه کې د اړینو خدماتو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه فعالیت کوي.

د دې پروګرام له لارې تر اوسه ۵۶۵ پروژې پلې شوي چې له ډلې يې تر اوسه دولتي اداري ساختمانونه، روغتيایي کلینیکونه، ورزشي ځايونه، کتابتونونه، موزیم، وړکتونونه، جوماتونه او تعلیمي او تحصیلي مرکزونه جوړ شوي دي. ټاکل . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د دارالامان اداري کمپلکس پروګرام

افغان حکومت خلکو ته د چټکو، غوره، اسانه او ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره په هېواد کې د اداري کمپلکسونو د جوړولو چارې پیل کړي.

د ښارجوړلو او ځمکو وزارت د اداري کمپلکس د پروګرام په لړ کې لومړی د کابل ښار ګڼو دولتي ادارو لپاره د لوړو انجينري او مهندسي معيارونو په پام کې نيولو سره د يو کمپلکس پر جوړولو پيل کړی.

د دارالمان اداري کمپلکس چې ۱۰۰ هکتاره ځمکه ورته ځانګړې شوې پکې  ۳۱ اداري ودانۍ، ۱۸ . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د مسکن ملي پروګرام

د مسکن ملي پروګرام د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو له مهمو انکشافي برنامو څخه ده چې کم عاید لرونکو، متوسط عاید لرونکو او ډير عاید لرونکو ته د مېشتېدو مناسبه زمينه برابروي.

د دې اوږد مهالې ملي برنامې له عملي کېدو سره به ښوونکو، دولتي مامورینو، متقاعدینو، د هېواد امنیتي او دفاعي سرتیرو د شهیدانو کورنيو، بېرته راستنېدونکو، کورنیو بې ځايه شویو، کوچیانو او د ټولنې ټولو وګړو ته د مېشتېدو مناسب ځایونه . . .

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new