د تاریخي ابدو او جوماتونو جوړول او بیا رغولو پروژه

دا پروژه د تاریخي او فرهنګي اثارو مخینې او په هېواد کې له پخوانيو تمدنونو را پاتې ابداتو ته په کتو، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې رامنځ‌ته شوه.

سروې، د تاریخي ابداتو څېړنه او د هغوی د زيانونو پېژندنه، د تاریخي ابداتو د پروژې تخنیکي اسنادو او نقشو طرحه او ډيزاین، د ټوليزو تخنیکي ځانګړنو ترتیبول، د چارو د حجم بل ترتيبول، تر کار لاندې پروژو څارنه، تحکیم او په ۳۴ ولایتونو کې د تاریخي ابداتو کره کول او د هغوی ډیټابیس جوړول د دې پروژې له اساسي موخو څخه دي.

خپل اصليت او د پخوانيو نسلونو هنري او فرهنګي اړيکو ته په پام سره د تاريخي ابداتو ترميم او بيارغونه، له نورو ساختماني چارو له رغونې سره توپير لري. د تاريخي ابداتو د اسنادو جوړول او څېړل، تاریخي ارزښت دی او نني نسل ته د پخوانیو نسلونو اصلي هویت لېږد یو اړین امر ګڼل کېږي.

د دې پروژې له لارې اوس‌مهال د ۷ تاریخي ابدو د بیارغولو او جوړولو کار چې په کابل کې د پل خشتي جومات او د باغ بالا ماڼۍ، د کندهار حرمسرای، د هرات جامع جومات او د وزیر محمد اکبر خان غونډۍ د ملي بیرغ ساختماني چارې، په کابل کې د پارلمان د شهیدانو هديرې او د بدخشان په فیض اباد کې د خرقې مبارکې جومات بیارغولو کار څخه عبارت دي چې په نږدې راتلونکې کې به بشپړ شي. پر همدې اساس په ۹ ولایتونو کې د تاریخي ابداتو د بیارغولو کار د تدارکاتي پروسې او ۸ نورې پروژې د څېړلو، طرحې او ډیزاین په مرحله کې دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new