د افغانستان ملکیتونه او ځمکې بیې ایښودنې پروګرام

sakina_admin
برنامه قیمت گذاری

Due

-

د افغانستان پر ملکیتونو او ځمکو د بيې اېښودنې پروګرام په ۱۳۹۷ کال کې د ځمکو د بيو معلومولو او د دولتي او شخصي ملکیتونو لپاره رامنځته شو.

د دې پروګرام موخې د ځمکې ملي پالیسي پلي کول، د کرايې، ګروۍ او پیر او پلور معاملاتو کې د دولتي او شخصي ملکیتونو او د ځمکې اصلي نرخونو را ټولول، د پالیسیو د تطبیق په برخه کې اقتصادي پلان جوړونه کې معلوماتو ته لاسرسی، د ملکیت او ځمکې په معاملاتو کې د فساد کمښت، د ملي عوایدو ډېرول او د خصوصي سکټور د پانګونې جذبول دي.

د دې پروګرام عملي کار د ۱۳۹۷ لمریز کال په وروستیو کې پیل شوی، چې په ترڅ کې يې تر اوسه د ۲۸۷۰۰ ملکیتونو او ځمکو د خرڅلاو قيمتونه راټول شوي.

له دې راټولو شویو بیلګو څخه لږترلږه ۲۰ زره بیلګې یې د قمیت ګذارۍ او د افغانستان د ملکیتونو په سیستم کې ثبت شوې دي. په بل پړاو کې د علمي ورکشاپونو پر مهال راټول  شوي ارقام تر تحلیل او څېړنې لاندې نیول شوي او وروسته به په انلاین ډول د لاس رسي وړ وي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new