د مسکن ملي پروګرام
![Housing](/sites/default/files/2019-10/brnamh_mly_mskn.jpg)
Due
-
د مسکن ملي پروګرام د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو له مهمو انکشافي برنامو څخه ده چې کم عاید لرونکو، متوسط عاید لرونکو او ډير عاید لرونکو ته د مېشتېدو مناسبه زمينه برابروي.
د دې اوږد مهالې ملي برنامې له عملي کېدو سره به ښوونکو، دولتي مامورینو، متقاعدینو، د هېواد امنیتي او دفاعي سرتیرو د شهیدانو کورنيو، بېرته راستنېدونکو، کورنیو بې ځايه شویو، کوچیانو او د ټولنې ټولو وګړو ته د مېشتېدو مناسب ځایونه برابر شي. د دې ټولو پروګرامونو د عملي کېدو لپاره وجهي صندوق رامنځته شوی چې له بېلابېلو سرچینو به تمویل شي.
له نېکه مرغه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هڅو د مسکن ملي پالیسي اوسني او راتلونکي وضعيت او د سرپناه اړتیا ته په کتو ترتیب شوې، چې د ښاري پراختیايي عالي شورا په جلسه کې له وړاندې کېدو وروسته د هېواد جلالتماب جمهور رئيس لهخوا تصویب شوه.