د افغانستان د ځمکوالۍ بنسټیز نظام پراختیایي پروګرام

Due
-
د افغانستان د ځمکوالۍ بنسټیز نظام پراختیایي پروګرام د جلالتماب جمهور رئيس محمد اشرف غني او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له ترکیې هېواد سره په همغږۍ رامنځته شو.
د دې پروګرام موخه د معاصرې ټکنالوژۍ پر مټ د ځمکوالۍ په برخه کې د نوي او غوره سيسټم رامنځته کول دي. دا پروګرام د فرعي برخو په ګډون درې عمومي برخې لري:
لومړی د جيوديتيک زيربنا په دريو برخو کې د جغرافيایي معلوماتو د زيربناو ، د اساسي نقشو، د ځمکو معلوماتي سيسټم او معلوماتي ټيکنالوژۍ رامنځته کول دي. د کوردیناتي سیستم ټاکل، د ګړنلارو، تګلارو او عملیاتي چارو رامنځته کول، په یو ټوليز او الکترونیکي سیستم کې د ځمکو اړوند معلوماتو ثبتول، د مرکزي او ولایتي دفترونو نښلول او د راټولو شویو شمېرو خوندي ساتل د دې برخې له عمده اهدافو څخه شمېرل کېږي.
په دویمه برخه کې د ځمکې د ثبت سیستم دی، چې کدستر، د ځمکې ثبت، د ملکیتونو او د ځمکې مدیرت لپاره ګټور او کاري سیستم رامنځته کول او د دولت په ضمانت د قبالې ویشل په شامل دي.
دریمه برخه بيا د ځمکې پالیسي او ظرفیت جوړول دي، چې په دې ډله کې د ځمکې ملي کوډ تدوین، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تخنیکي او تربیوي انستیتیوت لپاره د تجهیزاتو برابرول شامل دي.
د دې پروګرام پیل له لویو ښارونو څخه شوی او په راتلونکو پنځو کلونو کې به په تدریجي ډول د هېواد ټولو سیمو ته وغځول شي او په دې برخه کې له کاره لوېدلې، پخوانۍ او وخت نيوونکې پروسې به په نوي او عصري سيسټم بدلې شي.