د چین هېواد په مرسته مسکوني پروژه (نیله باغ)

د چین هېواد په مرسته مسکوني پروژه (نیله باغ)

تاریخچه

د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت مخکې د ۲۰۱۴ کال اکتوبر میاشتې په ۲۸ مه د وخت حکومت او د چین جمهوري هېواد ترمنځ د تخنیکي او اقتصادي همکاریو هوکړه لیک د چین پلازمېنې بیجینګ کې لاسلیک شو او دغه راز د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په درېیمه د چین مرستیال ولسمشر هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې یې د لومړي فاز رغولو په موخه د (۵۰۰) میلیون یوان چې تقریباً (۷۱) میلیونه ډالر کېږي بودیجوي ژمنه ترلاسه کړه.

پروژه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري مناقصې ته وسپارل شوه، او د افر پرانستو ناسته یې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۸مه چې د ۱۳۹۸/۰۳/۱۸مې سره سمون خوري د ملي تدارکاتو د افر پرانستلو په سالون کې ترسره شوه او د اسنادو، مدارکو له ارزونې وروسته یې راپور د تصمیم نیونې په موخه د ملي تدارکاتو کمېسیون ته راجع شو. د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ نېټې پرېکړې سره سم د تدارکاتي پړاونو بشپړولو وروسته یې د ساختماني چارو تړون د ۲۰۲۰ کال د جون میاشتې په لومړۍ د (MCC19) قراردادي شرکت او د کور او ښار جوړولو وزارت ترمنځ د ۷۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ترسره شو.

 د پروژې موخه:

د پروژې کلي موخه دا ده، تر څو ۱۴۰۰ کیفیت لرونکي مسکوني واحدونه (۱۴۰۰هستوګنیز اپارتمانونه) د یو ښارګوټي په چوکاټ کې له ټولو زیربناؤ سره جوړ کړي.

د پروژې نورې موخې هم په لاندې توګه دي:

1. په کابل ښار کې د کم عاید لرونکو ملکي خدماتو مامورینو د مسکن ستونزو ته رسېدنه.

2. په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د سیمه ییزو ټولنو د ژوند کچې لوړول.

د تمویل سرچینې:

د پروژې ټولیز لګښت د چین هېواد له بلا عوضه مرستې څخه تمویلېږي.

کاري پرمختګ: د ۱۰ بابه هستوګنیز بلاکونو بنسټ کې کانکریټ اچول شوی او ځینو رغنیزې چارې لږ نورې هم مخته تللي دي.

لاسته راوړنې:

د پروژې سروې، طرح او ډیزاین او د تمویلوونکي تائیدي شوې ده، د ځمکې انتقال د کور او ښار جوړولو وزارت ته شوی او قراردادي شرکت ته سپارل شوې، تدارکاتي پروسه یې سرته رسېدلې چې قرارداد د ام، سي، سي، 19  شرکت ته سپارل شوی، په ساحه کې موجوده قبرونه انتقال شوي د کابل لوېدیځ ته، قرارداد سره مل تخنیکي نقشې بشپړې او اصلاح شوي او د تداکراتو ملي کمېسیون او ګټونکې کمپنۍ ته په ساحه کې د تطبیق په موخه لېږل شوي، او د لس بلاکونو کانکرېټ اچونه هم شوې ده.

راتلونکی پلان:

  1. د پروژې عملي چارې بیا پیلول.
  2. د تخنیکي مشخصاتو لېست او د ډیزاینونو او نقشو مطابق د ساختماني چارو ترسره کول.
  3. د هستوګنیزو بلاکونو لپاره د تهداب چارو پیلول او دغه راز د تفصیلي پلان سره سم په دوه برخو کې د اوبو ارتفاعي ذخیرو جوړول.
  4. د عملي کارونو د پروسې چټکتیا په موخه د تخنیکي پلان جوړول او د ډیزاین مطابق له ساختماني چارو څارنه کول.
  5. د ساختمانونو په ډیزاین او زیربنایي شبکو  کې اصلاحات راوستل او د MCC19 چینایي قراردادي شرکت د شاپ دراونگ تایید.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new