د قطري پروژې لنډه پېژندنه

د قطري پروژې لنډه پېژندنه

یاده پروژه د کابل پنځمې ناحیې خوشحال خان سیمه کې په ۳۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې اته (۱۲) منزله بلاکونه لري او په ټوله کې (۷۶۸ اپارتمانونه لري)، درې ۷ منزله سوداګریز بلاکونه، یو باب مسجد، دوه ښوونځي، یو دارالایتام او یو پنځه منزله پلورنځی لري. د دغې ټولګټې پروژې د پلان طرح، څارنه، کنټرول او مدیریت یې د کور او ښار جوړولو وزارت سره دی. 

کړنې او فعالیتونه: د دغې پروژې د لومړي فاز چارې بشپړې شوي دي او لاندې نور عمده فعالیتونه هم سرته رسېدلي دي: 

  • د هوکړه لیک لاسلیک: د کور او ښار جوړولو وزارت او الغرافة خیریه مؤسسې (قطر) ترمنځ د یادې پروژې هوکړه لیک لاسلیک شو او د ۲۰۱۷ کال د نوامبر میاشتې په ۲۸مه یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې چارې یې عملاً پیل شوې.
  • د تفصیلي پلان جوړول او ویزه کول: د قطري هستوګنیزې پروژې تفصیلي پلان د تسلا مشورتي شرکت او د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري جوړ او د ۱۳۹۷ کال د جدې میاشت کې د ښاري نقشو ویزه کولو کمېسیون له لوري منظور شو.
  • د پروژې ډیزاین بشپړول: د قطر هستوګنیزې پروژې د مهندسۍ او انجنیرۍ نقشې طرحه او ډیزاین د تسلا مشورتي شرکت له لوري شوی چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري چک او کنټرول شوی دی.
  • د پروژې فازبندي: د پروژې ساحه کې د چارو پیل لپاره پرانستې فضاء ته په کتو یاده پروژه په درې کاري فازونو وېشل شوې ده:  

 د لومړي فاز ساحه 3 جریبه ځمکه ده چې په دې فاز کې د پروژې تأسیسات (مسجد، د ملا امام کور او دوه ښوونځي) شامل دي او چارې یې  بشپړې شوې دي.

لومړی فاز

 د دویم فاز ساحه کې چې تقریباً 44757 مترمربع ده، په کې 8 هستوګنیز بلاکونه په پام کې نیول شوي دي چې چارې یې روانې دي.

دویم فاز

 درېیم فاز ساحه چې تقریباً 9 جریبه ځمکه ده، د پروژې سوداګریزه برخه ده.

درېیم فاز

 

 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new