د غالیو صنعتي او استوګنیزو ښارګوټو پروژه

د غالیو صنعتي او استوګنیزو ښارګوټو پروژه په ۱۳۹۶ کال کې رامنځ‌ته شوه چې اوس‌مهال په بلخ، کندز، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې ده.

د غالیو صنعت وده او ترویج، د کاري فرصتونو رامنځ‌ته کول، د راستنېدونکیو صنعت‌کارانو تولید او ژوند ښه‌والی، د پانګونې راجذبول، د ملي او سیمه‌ییز اقتصاد غښتلی کول، د غالیو تولید او لېږد لپاره بازار موندنه او د کاري فضا لپاره زمينه برابرول، د دې پروژې له بنسټیزو موخو ګڼل کېږي.

د دې پروژې له لارې تر دې دمه د بلخ ولایت په دوراهي، د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ په قاسم اباد، د کندز ولایت په دشت عسقلان او د کابل ولایت په شکردرې ولسوالیو کې د غالیو صنعتي او استوګنیزو ښارګوټو پروژې د ډيزان چارې بشپړې شوي او د تحقيقاتي څاه، د خاورې د ټسټ او د سړکونو ساختماني چارې هم پیل شوې دي.

د دې پروژې ټولټال لګښت له ۱۲۱ مېلیونو امریکايي ډالرو څخه زيات اټکل شوی، چې د ماليې وزارت له خوا يې تر اوسه د ۳۰ ميليونو امريکایي ډالرو د ورکړې ژمنه شوې ده.

په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د کابل په بت‌خاک، د فاریاب په اندخوی، د جوزجان په اقچې، د ننګرهار په شېخ مصري او د بامیان ولایت په مرکز کې د پنځو نورو هستوګنیزو او صنعتي ښارګوټو د سروې او ډیزان چارې هم پیل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new