د ښاري پلانونو د طرحې او ترتیب پروژه

د ښاري پلانونو د طرحې او ترتیب پروژه، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ښار، سیمې او هېواد په کچه، د رغونې بهیر د ارزونې، ښاري ماسټر پلانونو او ستراتیژیکو پلانونو د ترتیب او د ښې حکومتولۍ سېسټم د رامنځ‌ته کولو په موخه جوړه شوې ده.

د ټولنیز عدالت پر بنسټ د متوازنې پراختیا په رڼا کې د ښاري ستراتيژیکو پلانونو طرحه او ترتیب، د خلکو د مشارکت په وسیله د ټاکل شوي لیدلوري له مخې بنسټیزې پراختیا ته رسېدنه، د ښاري پراختیا په ستراتيژۍ کې د کمزوري پوړ ( قشر) ملاتړ، په ښار او سیمه کې د اقتصادي سرچینو پېژندنه او په ښاري پراختیا کې له یادو سرچینو ګټه اخېستنه، د سترو ښارونو په مرکزونو کې د ګڼې ګوڼې او د تفصیلي پلانونو پر خلاف د ودانۍ جوړولو مخنیوی، د تاریخي او کرنیزو سیمو له نړېدو  او تخريبه مخنیوی، ښاري خدمتونو ته د ښاریانو عادلانه لاسرسی، د عصري ټيکنالوژۍ پر مټ د ښاري ستراتيژیکو پلانونو طرحه او د جوړونې او رغونې بهیر معیاري کول، د دې پروژې اساسي موخې ګڼل کيږي.

په دې توګه په غور، روزگان، پروان، نیمروز، پکتیکا، فاریاب، سمنگان  او فراه ولایتونو کې د ۱۲ ستراتيژيکو پلانونو ثبت او راجسټر او په بغلان، دایکنډي، سمنگان، غزني، میدان وردګ، تخار، هلمند، زابل، بادغیس، کندهار او بامیان ولایتونو کې د ۱۹ ستراتيژيکو  پلانونو طرح او ډېزاین ،د دې پروژې د پام وړ او مهمې لاسته راوړنې دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new