د دولتي او عامه ودانیو پروګرام
Due
-
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا د عامه او دولتي ودانیو پروګرام هېوادوالو ته د عامه او دولتي ودانيزو پروژو د تطبیق په برخه کې د اړینو خدماتو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه فعالیت کوي.
د دې پروګرام له لارې تر اوسه ۵۶۵ پروژې پلې شوي چې له ډلې يې تر اوسه دولتي اداري ساختمانونه، روغتيایي کلینیکونه، ورزشي ځايونه، کتابتونونه، موزیم، وړکتونونه، جوماتونه او تعلیمي او تحصیلي مرکزونه جوړ شوي دي. ټاکل شوې روان کال په مرکز او ولايتونو کې د ۲۰۸ نورو ساختماني پروژو چارې هم پیل شي.