ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کابل نوي ښار په اړه د وزارت لیدلوری تشرېح کړ

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۴ - ۱۳:۳۹
محترم محمود کرزي

ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمود کرزي د وزارت یو شمېر معینانو سره مل د دغه وزارت د سروې او ښاري برنامه جوړونې انجینیرانو سره په کتنه کې په ده سبز ولسوالي کې د نوي کابل ښار جوړولو طرحې په اړه خبرې اترې وکړې.

په لومړي سر کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د کابل نوي ښار جوړول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تازه او تر ټولو مهم لومړیتوب دی او تر دې وروسته به ډېری تمرکز په ورته چارو وي.

محترم محمود کرزي یادونه وکړه چې د جلالتماب جمهور رییس لارښوونې سره سم غواړي د کابل نوی ښار په داسې بڼه جوړ کړي چې تر دوه مېلیونه نفوسو ظرفیت ولري.

ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر له ټولو اړوندو برخو وغوښتل چې د سروې، ډیزاین، ماسټر پلان او تطبیقي چارو لپاره د تجهیزاتو او دغه راز بشري ظرفیتونو په اړه خپل ټول وړاندیزونه شریک کړي، څو دغه چاره په بریالۍ توګه سر ته ورسیږي.

ورپسې د ښار جوړولو معین محترم روښان ولسمل هم زیاته کړه چې د سیمې کروکي موجوده ده او ترڅنګ یې د کومې سروې نتایج چې څو کاله مخکې ترسره شوې وه، وزارت کې شته دي. محترم ولسمل دغه راز څرګنده کړه چې د سیمې ټوپوګرافي سروې به هم پیل شي.

د لیدنې په دوام د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، کابل نوی ښار یوه ډېره لویه اقتصادي او ټولنیزه پروژه ده چې تطبیق سره به یې ستره پانګه جذب، د ټولنې د هرې طبقې اقتصاد خاوندان به د کور څښتن شي او سربېره پر دې زرګونه خلکو ته به کاري فرصتونه برابر شي.

محترم محمود کرزي په پای کې یو وار بیا ډاډ ورکړ چې له شته امکاناتو څخه په ګټنې دغه لویه پروژه بریالۍ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۳۰
Background image

د نیمروز په بندر‌والۍ او ۱۰۰ بستریز روغتون کې د مسجدونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۴

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بندر‌والۍ په ساحه او د ۱۰۰ بستریز روغتون اړوند د مسجدونو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل ولایت کې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره د ساحې پر ټاکلو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۵/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د کابل ولایت لپاره د صنعتي پارک د جوړولو کمېټې ناسته وکړه او د ساحې پر ټاکلو یې هر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۴
Background image

په هرات ولایت کې د کرنې ریاست اړوند ودانیو د بیا رغونې لومړنی تخنیکي براورد ترسره شو

۱۴۴۷/۰۵/۲۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د رباط سنګي او انجیل ولسوالیو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت