د نیمروز په بندر‌والۍ او ۱۰۰ بستریز روغتون کې د مسجدونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۳۰
نیمروز

۱۴۴۷/۰۵/۲۴

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بندر‌والۍ په ساحه او د ۱۰۰ بستریز روغتون اړوند د مسجدونو د اعمار له چارو څخه تخنیکي لیدنه او څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي یاسیني وویل، په بندر‌والۍ کې د مسجد شریف د محراب د جوړېدو کار روان و، چې پکې د تهداب کانکریټ اچونه، د بنسټ او پایو سیم تاوي، او دودانیزو موادو انتقال شامل وو، تخنیکي ټیم شرکت ته لارښوونه وکړه، څو د کار د چټکتیا لپاره د ماهرو کارګرانو شمېر زیات کړي او ټول کارونه د قرارداد او تخنیکي اسنادو له مخې ترسره کړي.

د نوموړي په خبر، د ۱۰۰ بستریز روغتون اړوند د مسجد شریف د ودانۍ د جوړېدو په پروژه کې د غرقې او کرسي د ډبرو کار، د مسجد شاوخوا پرانه او د موادو انتقال جریان درلود. قراردادي شرکت ته هدایت ورکړل شو چې د کار سرعت لوړ کړي او شګه او جغل د استعمال وړاندې ښه ووینځي، تر څو د کار کیفیت وساتل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د عامه پروژو د کیفیت د تضمین په موخه، د مسجدونو، روغتیایي او تعلیمي تاسیساتو له ودانیزو چارو څخه منظم تخنیکي څارنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت