ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کابل نوي ښار په اړه د وزارت لیدلوری تشرېح کړ
ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمود کرزي د وزارت یو شمېر معینانو سره مل د دغه وزارت د سروې او ښاري برنامه جوړونې انجینیرانو سره په کتنه کې په ده سبز ولسوالي کې د نوي کابل ښار جوړولو طرحې په اړه خبرې اترې وکړې.
په لومړي سر کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د کابل نوي ښار جوړول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تازه او تر ټولو مهم لومړیتوب دی او تر دې وروسته به ډېری تمرکز په ورته چارو وي.
محترم محمود کرزي یادونه وکړه چې د جلالتماب جمهور رییس لارښوونې سره سم غواړي د کابل نوی ښار په داسې بڼه جوړ کړي چې تر دوه مېلیونه نفوسو ظرفیت ولري.
ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر له ټولو اړوندو برخو وغوښتل چې د سروې، ډیزاین، ماسټر پلان او تطبیقي چارو لپاره د تجهیزاتو او دغه راز بشري ظرفیتونو په اړه خپل ټول وړاندیزونه شریک کړي، څو دغه چاره په بریالۍ توګه سر ته ورسیږي.
ورپسې د ښار جوړولو معین محترم روښان ولسمل هم زیاته کړه چې د سیمې کروکي موجوده ده او ترڅنګ یې د کومې سروې نتایج چې څو کاله مخکې ترسره شوې وه، وزارت کې شته دي. محترم ولسمل دغه راز څرګنده کړه چې د سیمې ټوپوګرافي سروې به هم پیل شي.
د لیدنې په دوام د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، کابل نوی ښار یوه ډېره لویه اقتصادي او ټولنیزه پروژه ده چې تطبیق سره به یې ستره پانګه جذب، د ټولنې د هرې طبقې اقتصاد خاوندان به د کور څښتن شي او سربېره پر دې زرګونه خلکو ته به کاري فرصتونه برابر شي.
محترم محمود کرزي په پای کې یو وار بیا ډاډ ورکړ چې له شته امکاناتو څخه په ګټنې دغه لویه پروژه بریالۍ کړي.
