په هرات ولایت کې د کرنې ریاست اړوند ودانیو د بیا رغونې لومړنی تخنیکي براورد ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۴
ولایت هرات

۱۴۴۷/۰۵/۲۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د رباط سنګي او انجیل ولسوالیو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د خدماتي مدیریت ودانیو د بیا رغونې لپاره لومړنی تخنیکي برآورد ترسره کړی دی.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل، د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، دا برآورد د یاد ریاست په غوښتنه او د کور او ښار جوړولو ریاست د لارښوونې پر اساس د اړوندې ادارې له استازي سره په ګډه ترسره شوی دی، ټیم د ودانیو مختلف برخو څخه لیدنه وکړه او د زیانمنو شوو نقاطو د ترمیم اړتیاوې یې ثبت کړې.

د یادې سروې موخه د زراعتي ودانیو فزیکي وضعیت ارزونه، د ترمیم اړتيا لرونکو برخو پېژندنه، او د کرنې د کارکوونکو لپاره د ښه کاري چاپېریال برابرول دي، همدارنګه، د راتلونکو ترمیماتي چارو د دقیق تطبیق لپاره اړوند عکسونه، اندازه‌ګیرۍ او موقعیتي معلومات ثبت شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت