په جوزجان ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي لپاره ځمکه تثبیت شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۵۰
picture

۱۴۴۶/۴/۲۸

د ا.ا.ا د عاليقدرامیرالمؤمنین شیخ هئبت الله اخندزاده  حفظه الله د حکم په اساس د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو لپاره ښار ګوټي جوړیږي، چې په جوزجان ولایت کې هم د ښار ګوټي لپاره ځمکه تثبیت شوه.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالله فیضان وایي، د اړوندو ادارو سره یې په ګډه د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو د ښار ګوټي ځمکه مشخص کړه.

ښاغلي مولوي فیضان وویل، د یاد ښار ګوټي لپاره یې د فاریاب د عمومي سړک تر څنګ په لب جر او بکاول کلې کې ځمکه تثبیت کړه، چې د ځمکې د انتقال د پروسې وروسته به یې ودانیزې چارې عملا پیل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د بنسټیزو چارو د ترسره کولو په موخه بېلا بېلې سروې ترسره کوي او د پلان له مخې یې د پلي کېدا لپاره اړوندو ادارو ته سپاري، چې بیا د خپلو پلانونو له ښه تطبیق څخه څارنه کوي

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۵۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د یو مجهز روغتون د جوړښت او د جمهوریت روغتون د ترمیم پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۶/۴۰/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، په کور دننه د سالم او اغېزمن تشخیص او درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت په ملتیا او همکارۍ هڅې پیل کړي دي.

تازه، د کور او ښار جوړولو وزارت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۵۰
Background image

په جوزجان ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۶/۴/۲۸

د ا.ا.ا د عاليقدرامیرالمؤمنین شیخ هئبت الله اخندزاده  حفظه الله د حکم په اساس د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو لپاره ښار ګوټي جوړیږي، چې په جوزجان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې پیل شوې

۱۴۴۶/۴/۲۸

د غزني ولایت د کور اوښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وایي، د دې ریاست د انجنیرانو لخوا په ده یک ولسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف خط اچونه تر سره شوه.

ښاغلي. . .

BACK TO NEWS