په نوي کابل ښار کې د یو مجهز روغتون د جوړښت او د جمهوریت روغتون د ترمیم پر څرنګوالي خبرې وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۵۷
کمپلیکس

۱۴۴۶/۴۰/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، په کور دننه د سالم او اغېزمن تشخیص او درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت په ملتیا او همکارۍ هڅې پیل کړي دي.

تازه، د کور او ښار جوړولو وزارت په کابل کې د عامې روغتیا وزارت، یو ترکي خصوصي شرکت او د عطاء خیریه بنسټ له استازو او مسؤلینو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې تصمیم ونیول شو، چې د جمهوریت روغتون د ترمیم چارې دې د کور او ښار جوړولو وزارت سره د شوي هوکړه لیک له مخې پر مخ ولاړې شي.

دغه راز، تصمیم ونیول شو، چې په نوي کابل ښار کې د عطاء خیریه بنست له لوري د یو مجهز او عصري روغتون جوړولو لپاره دې ځمکه تثبیت شي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري به ورته د اړوندو کسانو په وسیله سکېچ جوړ او نقشه ترتیب شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې په هره برخه کې د هېوادوالو خیالونه په حقیقت بدل کړي او ګټور خدمات ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت