د پیروزي استوګنيز ښارګوټي پروژه

د پیروزي استوګنیز ښارګوټي پروژه په ۱۳۸۶ کال کې رامنځ‌ته شوه او اوس‌مهال د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې په ده‌سبز سیمه کې پلې کېږي.

د پيروزي ښارګوټي پروژې د جوړېدو موخه؛ اړمنو کسانو په ځانګړې ډول د دولتي مامورینو، کم عاید لرونکیو او بې‌بضاعته خلکو ته د سرپناه جوړل دي. د کاري فرصتونو رامنځ‌ته کول، د کابل ښار د نفوس کموالی، د سالم چاپېریال ښه‌والی او د مېشتېدنې د بیو راټیټول د دې پروژې له مثبت اړخونو ګڼل کېږي.

دا ښارګوټی چې د ۸۸۰۰ نمرو په حویلۍ لرونکې ځمکه کې جوړيږي، د ۴۱۷ استوګنیزو بلاکونو په درلودلو سره په کې صنعتي، خدماتي او زېربنايي، تعلیمي او تحصیلي خدمات هم په پام کې نيول شوي دي.

تر اوسه د یاد ښارګوټي بنسټیز کارونه چې تفصیلي پلان او ۳۷ کیلومتره سړک جوړول، په لومړي پړاو کې د اوبو رسولو شبکې ۲۳ کیلومټره او د فاضلاب شبکې ۲۰ کیلومټره غځېدل، د ښارګوټي دننه د ټولو سړکونو ډیزاین، د غذايي موادو د هنګر ساحې ډیزاین، د اوبو څښلو ذخیرې ساختمان، له دريو بېلابېلو ټیپونو سره د هستوګنیزو حویلیو ډیزاین، د هستوګنیزو لوړو ودانیو دري تیپه، د اوبو رسولو شبکه، د برښنا عمومي شبکه، د څښاک اوبو د درې څاګانو کېندل او د دخولي او خروجي دروازو جوړول دي، بشپړ شوي دي.

د ۱۳۹۸ کال لپاره د دې پروژې منظوره شوې بودیجه له ۵۳۸ مېلیونه افغانیو ډېره ده چې د مالیې وزارت له لوري ورکول کيږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new