د ښوونکیو ښار ګوټو د پلان ګذارۍ پروژه

د ښوونکو لپاره د ښارګوټو د پلان ګذارۍ پروژه چې ښوونکو ته سرپناه برابروي، په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د هېواد د ښوونيز سيسټم د لاښه‌والي او د ښوونکو د هڅونې په موخه د پوهنې، ماليې، زراعت او ښار جوړولو او ځمکو وزارت په همغږۍ رامنځته شوې ده.

سروې او د ښارګوټو د ټوپوګرافۍ پلان جوړول، د GIS پلان جوړول او د ټوپوګرافۍ پلان له مخې د تفصیلي پلان طرحې جوړول، د تفصیلي او ټوپوګرافي پلانونو پر اساس د سړکونو د پلان طرحې برابرول، د برښنا او اوبو رسولو شبکې د پلان طرحې برابرول، د اړتیا وړ موادو د نوملړ برابرول او محاسبه کول، د ښارګوټو د لارښود کتاب برابرول او د پوهنې وزارت له طرحه شویو پلانونو سره د هغه ورسپارل، خط اندازي او د ښارګوټو مالي او فزیکي وړاندوينو د پلان ترتيبول، د پروژې د پرمختګ راپور وړاندې کول، ځانګړې شوې بودیجې ته په کتو د پروژې مالي تصنیف چمتو کول او د مالي او تدارکاتي پلانونو برابرول، د دې پروژې د کار له اساسي موخو څخه ګڼل کېږی.

پر همدې اساس؛ د ښوونکیو ۱۱۳ ښارګوټو د ټوپوګرافۍ سروې کار، د ښوونکیو ۱۰۵ ښارګټو د تفصیلي پلان ویزه او په ۵۱۷۱۶ جریبه مساحت ځمکه کې ښوونکیو ته د ۹۴۰۹۸ استوګنيزو نمرو ډیزاین او د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ښوونکیو ته د ۷۴ زره جریبه استوګنيزې ځمکې ویش، د دې پروژې له مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي. همدا راز ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د ښوونکیو لپاره څلور نور ښارګوټي د لوګر ولایت په مرکز پل علم، د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ، د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ او د دایکډي ولایت په کجران ولسولۍ کې پرانېستل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new