په جوزجان ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي لپاره ځمکه تثبیت شوه
۱۴۴۶/۴/۲۸
د ا.ا.ا د عاليقدرامیرالمؤمنین شیخ هئبت الله اخندزاده حفظه الله د حکم په اساس د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو لپاره ښار ګوټي جوړیږي، چې په جوزجان ولایت کې هم د ښار ګوټي لپاره ځمکه تثبیت شوه.
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالله فیضان وایي، د اړوندو ادارو سره یې په ګډه د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو د ښار ګوټي ځمکه مشخص کړه.
ښاغلي مولوي فیضان وویل، د یاد ښار ګوټي لپاره یې د فاریاب د عمومي سړک تر څنګ په لب جر او بکاول کلې کې ځمکه تثبیت کړه، چې د ځمکې د انتقال د پروسې وروسته به یې ودانیزې چارې عملا پیل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د بنسټیزو چارو د ترسره کولو په موخه بېلا بېلې سروې ترسره کوي او د پلان له مخې یې د پلي کېدا لپاره اړوندو ادارو ته سپاري، چې بیا د خپلو پلانونو له ښه تطبیق څخه څارنه کوي