د وزارت مقام دفتر

لاندې ریاستونه په مستقیمه توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مقام دفتر ته ځوابویونکي دي:

په ځمکوالۍ چارو کې د تخنيکي پلټنې رياست: په ځمکوالۍ چارو کې د تخنيکي پلټنې رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په نوي تشکيل کې د وزارت مقام تر مستقيمې لارښوونې لاندې فعاليت کوي. دا رياست د افغانستان د ځمکوالۍ چارو د تنظيم قانون د احکامو په رڼا کې د ځمکوالۍ له ټولو چارو څارنه او پلټنه او په هېواد کې د ځمکوالۍ نظام د پراختيا او عصري کولو مسووليت پر غاړه لري.

د څارنې او ارزونې رياست: د څارنې او ارزونې رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د اهدافو د تطبيق او په دې وزارت کې د شفافيت او حساب ورکوونې په موخه رامنځته شوی دی. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ستراتيژيو او اهدافو پلي کول، د کاري سيمو او کارکوونکو اجرااتو ارزونه او څارنه د دې رياست مهم فعاليتونه دي.

د پاليسۍ او پلان رياست: د پاليسيو  او انکشافي برنامو د پلي کولو په موخه د پراختيايي او ستراتيژيکو پلانونو ترتيبول، د ټولنيزو او اقتصادي احصايو د وړاندې کولو په موخه له وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ او کاري اړيکو رامنځته کول د دې رياست له مهمو اهدافو څخه دي. اړتيا ته په پام د پاليسيو تدوين او ترتيبول، د وزارت په کچه په انکشافي پروژو کې له انکشافي بوديجې څارنه، د وزارت په کچه د پروژو لومړيتوبونو او اړتياو تشخيصول، پر اړوندو موضوعاتو د بحث لپاره د ښاري پراختيا عالي شورا او د تصديو شورا غونډو برابرول د دې رياست له مهمو دندو ګڼل کيږي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست: د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر مستقيمې لارښوونې لاندې خپلې چارې پرمخ وړي. دا رياست د وزارت اړوند ټولو فعاليتونو په تړاو د خبرونو د توليد او خپرېدو د څارنې او مديريت، د حکومتدارۍ، پاليسيو، کاري اجرااتو او د مرکز او ولايتونو په کچه د وزارت د لاسته راوړنو په اړه د عامه پوهاوي تنظيمولو او په کورنيو او بهرنيو رسنيو کې د ويډيوي کليپونو، انځورونو او راپورونو د خپرولو مسووليت پر غاړه لري. همدارنګه د خبري ناستو برابرول، د مرکو ترسره کول او د ښاري سکتور په اړه د بحثونو جوړول يې له نورو مسووليتونو څخه دي.

د دفتر رياست: د دفتر رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر مستقيمې لارښوونې لاندې خپلې چارې پرمخ وړي. د اداري دفتر چارو انسجام او څارنه، د وزارت په دننه او بهر کې له ادارو سره د اړيکو د ټينګولو په موخه د احکامو، فرمانونو، مصوبو، تګلارو، لايحو او مقرراتو پلي کول د دې وزارت له مهمو مسوولیتونو څخه دي. د افغانستان اسلامي جمهوري رياست عالي مقام د احکامو او فرمانونو ابلاغول، د اجرااتو په موخه د کابيني غونډو، د وزيرانو شورا او د وزارت مقام له لارښوونو څخه د اړوندو ادارو خبرول د دې رياست نورې دندې دي.

د بهرنيو اړيکو رياست: د بهرنيو اړيکو رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تشکيل کې نوی رامنځته شوی رياست دی چې په مستقيم ډول د دې وزارت تر چتر لاندې فعاليت کوي. دا رياست له بهرنيو ادارو او موسسو سره د ښار جوړولو او ځمکوالۍ په برخه کې د تخنيکي او مالي مرستې د جلب په موخه د اړيکو ټينګولو تر څنګ په کنفرانسونو، سيمينارونو او نورو ناستو کې د دې وزارت کارمندانو ته د سفر اسانتياوې برابروي.

ولايتونو سره د همغږۍ رياست: د همکارۍ د ټينګښت په موخه له ولايتونو دفترونو سره د اړيکو ساتل، په ولايتونو کې د ښار جوړولو او ځمکو رياستونو د فعاليتونو رايو ځای کول او برابرول د دې رياست مهمې دندې دي. په ولايتونو کې د ښار جوړولو او ځمکو رياستونو د کاري پلانونو يو ځای کول او د دې وزارت له رهبرۍ مقام ته يې د منظورۍ په موخه وړاندې کول او د رياستونو د اړتياو لمنځه وړلو په موخه له وزارت مقام څخه د احکامو ترلاسه کول د دې وزارت له مهمو دندو څخه ګڼل کيږي.

د برسۍ رياست: د برسۍ رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر چتر لاندې فعاليت کوي. د ښار جوړولو او ځمکو ټولو رياستونو د چارو برسي، پر وخت او معياري خدماتو د وړاندې کولو په موخه په چارو کې د شفافيت رامنځته کول د دې رياست له مهمو مسووليتونو څخه دي.

د انکشافي برنامو رياست: دا رياست د پخوانۍ اراضي ادارې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر ادغام وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر چوکاټ لاندې رامنځته شوی او د دې وزارت د مقام تر چتر لاندې فعاليت کوي. په ټول افغانستان کې د وزارت اړوند برنامو ترتيبول، د انکشافي برنامو په تطبيق کې د جمهوري رياست د عالي مقام او ښار جوړولو او ځمکو وزارت د احکامو، اوامرو او لارښوونو تعقيبول د دې رياست مهمې دندې دي.

د ښار جوړولو او ځمکو عمومي رياست: په ولايتي کچه د ښار جوړولو او ځمکو رياستونو سربېره د ښار جوړولو او ځمکو عمومي رياستونه د نويو رياستونو په توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ۱۳۹۸ کال په تشکيلاتي جوړښت کې شامل شول، چې ټاکل شوې دا رياستونه د هېواد په اتو زونونو کې رامنځته او پر فعاليت پيل وکړي. د مطلوب ښاري نظام رامنځته کول، د ټينګو پراختيايي اصولو له مخې سالم او معياري ښارونو او ښارګوټو رامنځته کول، د ښاري پراختيايي پلانونو طرحه، تطبيق او نظارت، د ولايت په کچه زيربنايي اساسي خدماتو ته د خلکو لاسرسي زياتوالی او استوګنځای په برخه کې د ټولنيز ژوند ټينګښت د دې رياستونو عمده دندې دي. د ځمکوالۍ چارو د مديريت او تنظيم په برخه کې د کدستر سروی، د ځمکې تصفيه، د مالکيت حق تثبيتول، ارزښت ټاکل، د بيو ټاکل او د ځمکو استملاک، د املاکي شخړو حلول، د دولتي غصب شويو ځمکو استرداد، ځمکه په اجاره ورکول او انتقالول د ښار جوړولو او ځمکو رياستونو مهمې دندې دي او له همدې لارې له دولتي ځمکو څخه اغېزناکه استفاده شوې، د ټولګټو پروژو د تطبيق لړۍ چټکه شوې، خصوصي سکتور وده کړې، دولتي عوايدو زيات شوي او په ولايتي کچه هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.

د افغانستان انجنيرۍ او مهندسۍ نظام د پراختيا اداره: د افغانستان د انجينرۍ او مهندسي نظام د پراختيا اداره د ښار جوړولو او ځمکو قانون د درېيم فصل له مخې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې رامنځته شوه او د دې وزارت د مقام تر مستقيمې لارښوونې لاندې فعاليت کوي. د ښار جوړولو، انجينرۍ او مهندسۍ اصولو مراعتولو په موخه د دندو د فعاليت جوازونه ورکول، د ښار جوړولو او ځمکو په برخه کې د ملي ارزښتونو او فرهنګ ودې او پراختيا لپاره د پلانونو طرحه او ترتيبول، د عرضه کوونکو او متقاضيانو تر منځ د اړيکو تنظيمول او د ښار جوړولو او مهندسۍ معيارونو ته پراختيا ورکول د دې ادارې مهمې دندې دي.

ساختماني سرغړونو ته د رسيدو اداره: دا اداره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مقام تر مستقيمې څارنې لاندې فعاليت کوي. په ټول افغانستان کې ودانيزو او ښاري سرغړونو ته د رسيدو په موخه د پاليسو جوړول، د ښارواليو له‌خوا د دغو پاليسو د تطبيق له څرنګوالي څارنه او د ساختماني چارو تنظيم د دې ادارې له مهمو دندو او مسوولیتونو څخه دي. تخنيکي او

حقوقي مشاوريت: تخنيکي او حقوقي مشاوريت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مقام ته په حقوقي او تخنيکي برخه کې د مشورې ورکوونې په برخه کې فعاليت کوي. د حکومتي او تقنيني اسنادو ، د مقرارتو، کړنلارو  او قوانينو برابرول او طی مراحل، د حکومتدارۍ مسودو تدوين او په حقوقي موضوعاتو کې د مقام د لارښوونو تعميل د دې مشاوريت مسووليتونه دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new