د کور او ښار جوړولو وزارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اسانتیاوې برابروي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۶:۱۹
pic

۱۴۴۴/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په کابل کې د امام ابوحنیفه دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د ملاتړ او د کورنیو تولیداتو د ودې، پراختیا او ملاتړ په موخه ګډون وکړ.

په دې نندارتون کې کورني محصولات او صنعتي تولیدات ساختماني، کرنیز، معدني، لاسي صنایع، طبي وسایل او نور محصولات او تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.

د دې نندارتون موخه کورنیو محصولاتو او تولیداتو ته بازار موندنه او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو رامنځته کول په ګوته شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت پروژې چمتو دي چې ملي او بهرني پانګوال په کې پانګونه وکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د یوې ودانیزې پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د احاطې دیوال، سنګ‌ کارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۵۲
Background image

په کابل ښار کې د خوشحال‌ خان د سیمې د ودانیو د قانوني وضعیت د څارنې لپاره د ښاري سرغړونو ریاست تخنیکي ټیم لیدنه وکړه

1447/05/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال‌خان له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت