محترم محمود کرزی د ځمکوالۍ چارو تنظیم په اړه د کړنو رپوټ استماع وکړ
ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمود کرزي د وزارت د ځمکوالۍ چارو تنظیم معینیت تر چتر لاندې د ټولو برنامه، شویو کړنو، لاس ته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د رپوټ استماع وکړ.
د غونډې په سر کې د ځمکوالۍ چارو تنظیم معین محترم ګل الرحمان توتاخېل د ځمکوالۍ شالید تشرېح کړ او ورپسې د جیودیزي، کدستر او قبالې عمومي رییس محترم ظاهر سلطاني او دغه راز ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د همکار یو ان هبیتات دفتر همغږي کوونکي د افغانستان د ځمکو مدیریت سیسټم پروژې (ALASP) او د غیررسمي سیمو ثبت په تړاو په پوره توګه معلومات وړاندې کړل.
محترم ظاهر سلطاني زیاته کړه چې (ALASP) د نړیوال بانک په ۳۵ مېلیونه ډالرو په مالي مرسته د پنځو کلونو په موده کې تطبیقیږي.
ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د افغانستان د ځمکو مدیریت سیسټم پروژې (ALASP) لاري نقشي او جوړښت کې یې د برنامو په ستاینې پر عملي کار او پر مثبته پایله اخیستنې ټینګار وکړ.
محترم محمود کرزي د دولت په ضمانت د قبالې امنیتي ځانګړتیاوو ستاینه هم وکړه او ویې ویل چې تر هرات وروسته اوس یې وخت دی چې د دغو قبالو ورکړې لړۍ په کابل او نورو ښارونو کې هم له محاکمو څخه ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته ولېږدول شي.
ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د املاکو اساس الکټرونیکي کېدل او دغه راز د قبالو ورکړه د جلالتماب جمهور رییس له لارښوونو څخه دی او په دې برخه کې باید مثبتې پایلې تر سترګو شي.
محترم محمود کرزي د ځمکوالۍ په برخه کې د اوږدمهاله برنامو په ستاینې زیاته کړه چې د دغو برنامو په رڼا کې په لنډ مهال کې هم پر مثبتو پایلو او اغېزو ولاړې چارې هم ترسره شي.
ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په پای کې په ۸ ښارونو کې د غیررسمي سیمو ثبت برنامې له لارې د شاوخوا ۸۰۰ زره غیررسمي کورونو سروې او ثبت نوښت او د ولس پر ګټو ولاړه برنامه وبلله او زیاته یې کړه چې دې برنامې سره د خلکو ملکیتونو خوندي شوي، هغه څخه چې د خلکو له اساسي غوښتنو څخه وې.
