د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د یو این هبیتات له استازو سره وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۰:۶
picture

۱۴۴۴/۰۵/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د یو این هبیتات له مشر محترم ناتن، محترم انتوني لمبا او په افغانستان کې د دې سازمان د برنامو له مسؤل سید سعید الله وهاب سره وکتل.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو سازمان د یو این هبیتات مسؤلینو له مخکینیو همکاریو مننه وکړه او غوښتنه یې ترې وکړه، چې د کور او ښار جوړولو په وزارت کې دې د همغږۍ دفتر پرانیزي.

محترم شیخ حمدالله نعماني وویل؛ په ځینو ولایتونو کې د یو این هبیتات پر پروژو د څارنې په موخه باید یو تړون لاسلیک شي او په وینا یې د ملرو ملتونو یاده برخه دې د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو ظرفیت لوړونې په موخه یو کاري ټيم جوړ کړي.

د کور اوښار جوړولو وزارت سرپرست د یو این هبیتات له دفتر وغوښتل چې د دې وزارت لپاره دې د متخصصینو له خوا د ښاري پلانونو او ستراتیژۍ جوړولو برخه کې همکاري وکړي.

دغه راز شیخ نعماني، د ښاري پروپوزلونو په جوړولو، د بیارغونې او سمون، د پالیسو د تطبیق او بیا کتنې برخه کې د تخنیکي همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي له یو این هبیتات وغوښتل چې افغانستان کې ښاري معلومات او ارقام چې له دوی سره دي، هغه دې له وزارت سره هم شریک کړي.

د خبرو په دوام محترم سرپرست وزیر د کابل جدید ښار د یوې لوېې او ملي پروژې په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د دې پروژې پلانونه بشپړ شوي او چارې یې د پیاوړو متخصصینو له خوا پر مخ وړل کیږي، چې په وینا یې د یو این هبیتات همکارۍ ته هم اړتیا لیدل کېږي.

په اخر کې د یو این هبیتات مشر ناتن په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست خبرې مهمې وبللې او زیاته کړه چې دوی هم ورته هوډ او اراده لري او په وینا یې یو این هبیتات به د چارو په بېلا بېلو پړاونو کې د کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

په میدان وردک کې د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو د سرچینو سروې بشپړه شوه

۱۴۴۷/۰۳/۰۸

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي، د کلیو او پراختیا وزارت تخنیکي هئیت د کور او ښار جوړولو او د مهاجرینو چارو ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۱۵
Background image

د کندز ښار په شنه ساحه کې د غیرقانوني ودانۍ مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۳/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کندز ولایت په یو شمېر ناحیو کې د څار او نظارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۶:۱۸
Background image

د کابل ــــــ بګرام سړک ډیزاین شوې چارې د لا پرمختګ په موخه څېړل کېږي

۱۴۴۷/۳/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار په اډانه کې د کابل ــــ بګرام جوړېدونکي سړک د ډیزاین شوو چارو جاج واخیست.

په دغه برخه کې. . .

BACK TO NEWS