په میدان وردک کې د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو د سرچینو سروې بشپړه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۴۰
میدان وردک

۱۴۴۷/۰۳/۰۸

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي، د کلیو او پراختیا وزارت تخنیکي هئیت د کور او ښار جوړولو او د مهاجرینو چارو ریاستونو په همکارۍ، د ده ‌پاک مهاجرینو ښارګوټي او نرخ ولسوالۍ د ځمکنیو اوبو د سرچینو د سروې او ارزونې بهیر بشپړ کړ.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، دغه سروې د جیوفزیک پرمختللو ماشینونو او وسایلو په وسیله ترسره شوې چې پایلې به یې د یادو سیمو د ځمکنیو اوبو د ظرفیت په دقیقه پېژندنه کې بنسټیز رول ولري، چې د سروې اصلي موخه د ځمکنیو اوبو د سطحې وضعیت روښانه کول او د مهاجرینو ښارګوټو لپاره د څښاک د اوبو د تأمین امکان سنجول دي.

د نوموړي په خبره، د مهاجرینو د بېرته راستنېدو د کچې په زیاتېدو سره، دا اقدام د دوامدارو اوبو د سرچینو په برابرولو او د خلکو د ژوند د ښه والي په لور یو مهم ګام بلل کېږي او همداراز د کور او ښار جوړولو او د مهاجرینو ریاستونو ګډ کار د دولتي ادارو د ګډې ارادې څرګندونه کوي چې د مهاجرینو کورنیو ته د اساسي خدمتونو په وړاندې کولو کې عملي ګامونه پورته کړي.

د یادولو وړ ده، په میدان وردک کې د ځمکنیو اوبو د سرچینو د سروې بشپړېدل د مهاجرینو ښارګوټو او سیمو د دوامدارو اوبو د برابرولو او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره مهم او بنسټیز ګام دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت