د کور  او ښار جوړولو وزیر د ساختماني شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۹:۲۹
عکس

۱۴۴۵/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزر شیخ حمدالله نعماني او د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي، د ساختماني شرکتونو له مسؤلینو او استازو سره وکتل او د تأمیناتو، تضمیناتو او مقروضیتونو د ورکړې او دغه راز د نیمه کاره پاتې پروژو د برخلیک معلومولو په اړه یې خبرې وکړې.

د ساختماني شرکتونو مسؤلینو او استازو غوښتنه وکړه چې تأمینات، تضمینات او مقروضیتونه دې ورکړل شي او د نیمه کاره پروژو برخلیک دې معلوم شي.

په ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د دغه وزارت په پروژو کې د شامل ساختماني شرکتونو په ستونزو خبر دی او هڅې یې روانې کړي چې ژر تر ژره ستونزې حل شي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د ساختماني شرکتونو د ستونزو د حل په موخه یې ځانګړې کمېټه ګمارلې، د ټولو پروژو معلومات یې بشپړ کړي او په لنډ وخت کې به یو ټاکلی هیئت ولایتونو ته واستوي، تر څو له پروژو څخه حضوري راپور ترتیب او له مقام سره شریک کړي.

نوموړي تمه وښوده چې دغه چاره به په لنډ وخت کې سرته ورسېږي او تمه لري چې سږ کال به د تأمیناتو، تضمیناتو، مقروضیتونو او د نیمه کاره پروژو د برخلیک برخه کې شته ستونزه تر یو بریده هواره کړي.

ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په دوام وویل، د ساختماني شرکتونو غږ یې د ستونزو د حل په موخه د مالیې محترم وزارت سربېره تر ریاسة الوزرا او د امیرالمؤمنین حفظه الله تر دفتره رسولی او راغلو کسانو ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د امکاناتو په صورت کې د ساختماني شرکتونو ستونزې ور حل کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۴
Background image

په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات د اعمار له بهیره څخه څارنه وشوه

1447/03/13

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات د اعمار له بهیر څخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۹
Background image

په میمنه ښار کې د پنځه پوړیزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ملتیا د میمنې ښاروالۍ د پنځمې ناحیې د مدیریت د پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د کونړ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۳/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه هم وکړه.

دا. . .

BACK TO NEWS