په میمنه ښار کې د پنځه پوړیزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۳
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ملتیا د میمنې ښاروالۍ د پنځمې ناحیې د مدیریت د پنځه پوړیزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، ، تر دې دمه ترسره شوي کارونه د پلان او ځانګړو نقشو سره سم پر مخ تللي دي او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، تر څو پاتې چارې د انجینري معیاراتو او نقشو مطابق په سرعت سره بشپړې کړي، څو د ژمي له پیل مخکې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین ټینګار کوي چې د ښاري خدمتونو په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پروژو پر وخت او د کیفیت مطابق بشپړول اړین دي.