په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات د اعمار له بهیره څخه څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۴
هرات

1447/03/13

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات د اعمار له بهیر څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل، دمګړۍ د مسجد شریف د سنګ کارۍ روانې وې چې د پروژې مسؤل انجنیر ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیاري ډول تر سره کړي.

د یادولو وړه ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند پروژې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د معیاري ودانیو د جوړېدو لپاره پلي کېږي چې د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه مکلف دي چې د دغو پروژو له بهیر څخه وخت پر وخت څارنه وکړي، څو د انجینري معیارونو او نقشو مطابق بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت