د کور او ښار جوړولو وزیر د کونړ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۴
کونړ

۱۴۴۷/۳/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه هم وکړه.

دا چې با‌ثباته ښارونه د ارام ژوند بنسټ جوړوي، نو پر همدې بنسټ محترم وزیر د یاد ښارګوټي د پرمختیایي چارو بهیر له نږدې ولید او ارزونه یې وکړه.

ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په کونړ ولایت کې د کور اوښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبی الله طلحه او نورو اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د یادې پروژې  چارې باید له کیفیته ډاډمن او پر ټاکلي مهال بشپړ شي، څو د مهاجرو ورونو لپاره د مناسب استوګن ځای برابر شي.

محترم وزیر له مسؤلینو سره د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو مهاجرو د استوګنې د شرایطو ښه کولو ته ژمن دی او د کور او ښار جوړولو وزارت به د ښارګوټو جوړولو ته جدي پاملرنه کوي.

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبی الله طلحه وایي، دغه ښارګوټی په ۳۷۴ جریبه امارتي ځمکه کې جوړېږي، چې په کې ۳۸۲ استوګنیزې نمرې په منظمه نقشه وېشل شوې دي.

اوسمهال په دغه ښارګوټي کې، عمومي او فرعي سړکونه د ۱۲.۵ مترو په عرض سره جوړېږي، څو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

د څښاک اوبو لپاره د څاه‌ګانو کیندل، د څښاک پاکو اوبو سیستم برابرول، او د فاضله اوبو د مدیریت لپاره بنسټیز اقدامات نور هغه څه دي چې په روانو چارو کې شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت