د پنځلس ساختماني او ښاري پروژو زېربنا طرحه شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۲۷
picture

۱۴۴۵/۰۷/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري زېربناو ریاست په مرکز او ولایتونو کې د (۱۵) ساختماني او ښاري پروژو زېربنا طرحه او ډیزاین کړې.

په دغه پروژو کې د لېږد او انتقال، فاضله اوبو، چاڼ خونو تأسیسات، او داسې نورې برخې طرحه او ډیزاین شوي دي.

د ښاري زیربناو ریاست، د میدان وردک ولایت د پوهنتون او د لوګر د څرخ ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټي د برېښنایي شبکو او سړک زېربنا طرحه او ډیزاین کړې. دغه راز د بایمان ولایت د ورس ولسوالۍ د کوسه بند د سرک جوړولو پلانونه، د بغلان دوشي ولسوالۍ چهارباغ، د میدان وردګ ولایت د داؤدخان ښارګوټي،د شبرغان د صنعتي پارک او د کابل باریک اب اقتصادي زون د (۱۷) کیلو متره سړکونو پلانونه طرحه او ډیزاین شوي دي.

دغه راز د سړکونو، تمځایونو، اوبو رسولو او کانالېزاسیون، زرغونو سیمو،د برق شبکو او د کابل جمهوریت روغتون ساحې د زیربناو د پلانونه طرحه او ډیزاین شوی دی.

د یادو او دې ته ورته نورو پروژو په بشپړوالي سره به د هېواد په کچه افغانان له خوندي ترانسپورتي سیستم، باکیفیته دوامداره برېښنا، پاکې او صحي اوبو، ټیلفون او انټرنټ، پاکې هوا او سالم چاپېریال څخه برخمن شي

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

په اطغر ولسوالۍ کې د GH روغتون لپاره ۵ جریبه ځمکه سروې او سکېچ شوه

۱۴۴۷/۱/۱۹

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د اطغر ولسوالۍ لپاره د GH روغتون د جوړېدو په موخه ۵ جریبه ځمکه تعین، سروې او سکېچ کړه.

د یاد ریاست محترم رئیس الحاج ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۵۸
Background image

د کابل ښار له ماسټر پلان د تطبیق چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق څخه څارنه وکړه.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۳۲
Background image

په استوګنیزو پروژو کې د پانګونې په موخه د پښتني بانک طرحه ارزول کېږي

۱۴۴۷/۰۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت ته د پښتني بانک له خوا د پانګونې یوه طرحه وړاندې شوې، چې غواړي په استوګنیزو پروژو کې پانګونه وکړي.

د وزارت محترم مقام دا طرحه د شرعي ارزونې لپاره. . .

BACK TO NEWS