د کابل ښار له ماسټر پلان د تطبیق چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۵۸
کابل

۱۴۴۷/۰۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق څخه څارنه وکړه.

ښاغلي حقاني وویل، دغه نظارت د ساساکي پلان پر اساس، چې د ښار ډیزاین چوکاټ بلل کېږي، د اولې ناحیې په مربوطاتو کې تر سره شو.

د نوموړي په خبره، تخنیکي ټیم دا ځل د عیدګاه مسجد شریف او د میوند جادې  شاوخوا هغه ساحې وڅارلې چې د "مختلط متوسط منزل کارونې" په کټه ‌ګورۍ کې راځي.

د ښاغلي مولوي حقاني په وینا، چې دا ډول څارنې به دوامداره وي، څو د ښار ښکلا، نظم، او قانوني پراختیا وساتل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

په اطغر ولسوالۍ کې د GH روغتون لپاره ۵ جریبه ځمکه سروې او سکېچ شوه

۱۴۴۷/۱/۱۹

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د اطغر ولسوالۍ لپاره د GH روغتون د جوړېدو په موخه ۵ جریبه ځمکه تعین، سروې او سکېچ کړه.

د یاد ریاست محترم رئیس الحاج ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۵۸
Background image

د کابل ښار له ماسټر پلان د تطبیق چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق څخه څارنه وکړه.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۳۲
Background image

په استوګنیزو پروژو کې د پانګونې په موخه د پښتني بانک طرحه ارزول کېږي

۱۴۴۷/۰۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت ته د پښتني بانک له خوا د پانګونې یوه طرحه وړاندې شوې، چې غواړي په استوګنیزو پروژو کې پانګونه وکړي.

د وزارت محترم مقام دا طرحه د شرعي ارزونې لپاره. . .

BACK TO NEWS