په اطغر ولسوالۍ کې د GH روغتون لپاره ۵ جریبه ځمکه سروې او سکېچ شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۳:۳۷
اطغر ولسوالۍ

۱۴۴۷/۱/۱۹

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د اطغر ولسوالۍ لپاره د GH روغتون د جوړېدو په موخه ۵ جریبه ځمکه تعین، سروې او سکېچ کړه.

د یاد ریاست محترم رئیس الحاج ملا دادګل مسلم وایي، یاده ځمکه د زابل د عامې روغتیا ریاست د غوښتنې او د ولایت د محترم مقام د حکم پر بنسټ سروې او تثبیت شوه، او وروسته ‌یې د نورو اړینو اقداماتو لپاره د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شوه.

نوموړي زیاته کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي تاسیساتو او عامه ګټو پروژو د پیل لپاره په ټول هېواد کې د ځمکو سروې، ډیزاین او سکېچ چارې پرمخ وړي، ترڅو ښاري نظم ته دوام ورکړي او پرمختیايي خدمات چټک شي.

د یادولو ده، یاد روغتون به د اطغر ولسوالۍ اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي او یوه مهمه اړتیا به پوره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳۳
Background image

د میوند واټ د پوست‌خانې ودانۍ له ساختماني پروژې څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول او کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې ساحوي څارنې په لړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۵۹
Background image

په ارزګان کې د نظامي بندیانو لپاره د بلاک د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د دغه ولایت د زندان ریاست اړوند د نظامي بندیانو لپاره د یوه بلاک د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په فاریاب کې د کرنې ریاست د استنادي دېوال د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیز باغ د استنادي دېوال د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت