په استوګنیزو پروژو کې د پانګونې په موخه د پښتني بانک طرحه ارزول کېږي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۳۲
کابل پښتني بانک

۱۴۴۷/۰۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت ته د پښتني بانک له خوا د پانګونې یوه طرحه وړاندې شوې، چې غواړي په استوګنیزو پروژو کې پانګونه وکړي.

د وزارت محترم مقام دا طرحه د شرعي ارزونې لپاره د علماء کرامو د فقهي تخریج محترمې کمیټې ته راجع کړه.

د یادې کمېټې محترم مشر مولوي عبدالباري خدام وایي، یاده طرحه د شریعت له نظره د مال د ملکیت، تصرف، پانګونې او مدیریت له اصولو سره د مطابقت ارزونې ته اړتیا لري، ځکه په خبره یې، د اسلام دین له مخې، مال باید د الله تعالی د ټاکلو حدودو په رڼا کې اداره شي.

ښاغلي مولوي خدام وایي، د علماوو شورا په خپله دویمه ناسته کې ټینګار وکړ چې د پانګونې طرحه باید له شرعي لحاظه روښانه وي، د قرارداد نوع لکه مشارکت، مضاربت، یا استصناع او اړوند شرایط واضح شي، تر څو د هغې شرعي ارزونه په دقیقه توګه ممکنه شي.

د نوموړي په خبره، د پښتني بانک له خوا وړاندې شوې طرحه کې ځینې اسلامي معاملاتي اصول لکه مشارکت، مضاربت، او اجاره ذکر شوي، خو لا هم ځینو نورو مواردو ته اړتیا ده چې باید بشپړ شي.

دوی وایي، د نیمګړتیاو تر بشپړېدا وروسته به یې په تړاو فقهي استخراج او شرعي ارزونه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت