All News
په هرات کې د سورستان د انجونو لیسې د جوړولو کار به ډېر ژر بشپړ شي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سروستان د انجونو لیسې د جوړولو چارې ۶۵ سلنه بشپړې کړي دي او ډېر ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د پروان په مرکز کې د توغبيردي ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې د توغبيردي قريې د نجونو ښوونځي د جوړولو چارې پيل کړې.
د نورستان ولايت مقام اداري ودانۍ د جوړېدو چارې به ژر بشپړې شي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نورستان ولايت مقام اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۶۰ سلنه پرمخ وړي او ډير ژر به يې بشپړې کړي.
د نورستان ولايت مقام ميلمستون ودانۍ ورغول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نورستان ولايت په مرکز پارون ښار کې د ولايت مقام ميلمستون لپاره ځانګړې ودانۍ جوړه کړه او ګټې اخيستنې ته يې وسپارله.
کاپيسا کې له ۵۰ زره جريبه څخه زیاته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو او ملکيتونو د سروې او ثبت په لړ کې په کاپيسا ولايت کې تر اوسه ۵۱۵۹۷ جريبه دولتي ځمکه او املاک سروې او ثبت کړي دي.
زابل ولايت کې له ۲۰۰ زره جريبو څخه زيات دولتي ملکيتونه سروې او ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په زابل ولايت کې ۲۰۰۸۴۱ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړل.
لغمان ولايت کې له ۱۰۰ زره جريبه څخه زیاته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په لغمان ولايت کې ۱۵۸۱۹۴ جريبه سپینه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړل.
سرپل ولايت کې له ۳۰۰ جريبه څخه زیاته ځمکه تصفيه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت له دولتي څخه د شخصي ځمکو بېلولو په موخه د ځمکو د تصفيې په لړ کې دا ځل په سرپل ولايت کې ۳۶۳ جريبه ځمکه تصفيه کړه.
خوست ولايت کې ۲ زره جريبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د ځمکو د انتقال په لړ کې په تازه ډول د خوست ولايت په مرکز کې دوه زره جريبه دولتي ځمکه انتقال کړه.
