خوست ولايت کې ۲ زره جريبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د ځمکو د انتقال په لړ کې په تازه ډول د خوست ولايت په مرکز کې دوه زره جريبه دولتي ځمکه انتقال کړه.
دا ټوټه ځمکه د لوړو زدهکړو وزارت په غوښتنه په خوست ولايت کې د شيخ زايد پوهنتون د جوړېدو په موخه ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې له ۲۵۰ زره څخه زياته سپینه دولتي ځمکه د ټولګټو تاسيساتو په موخه متقاضي ادارو ته لېږدولې ده.
