د پروان په مرکز کې د توغبيردي ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې د توغبيردي قريې د نجونو ښوونځي د جوړولو چارې پيل کړې.
دا ښوونځی په ۸۰۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول په ۳۷ ميليونه ۱۰۰ زره افغانيو جوړيږي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي.
د توغبيردي د نجونو ښوونځي په جوړېدو سره به ښوونکو او زده کوونکو ته د زدهکړې لپاره ارام چاپېريال برابر شي او نورې کورنۍ به هم خپل ماشومان د زده کړو لپاره ښوونځي ته وليږي.