All News

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۳۱
Background image

هرات ولايت کې له ۷۶ زره څخه زيات کورونه سروې او ثبت شول

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سيمو د سروې او ثبت په لړ کې دا ځل د هرات ولايت په مرکز او انجيل ولسوالۍ کې ۷۶۶۲۹ کورونه سروې او ثبت کړي دي.

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۲۸
Background image

ننګرهار ولايت کې له ۳۰۰ زره جريبه څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ننګرهار ولايت کې ۳۶۳۳۸۹ جريبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړل.

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۲۵
Background image

لوګر کې له ۲۰۰ زره جريبه څخه زیاته ځمکه سروې او ثبت شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له جوړولو وروسته تر اوسه په لوګر ولايت کې ۲۰۰۸۲۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ولايت کې له ۳۰ جريبو څخه زياته ځمکه تصفيه شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو د تصفيې په لړ کې دا ځل په کابل ولايت کې ۳۴ جريبه شخصي ځمکه تصفيه کړه.

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۱۱
Background image

بلخ کې له ۲۰۰ جريبو څخه زياته ځمکه استرداد شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت له غاصبينو څخه د دولتي ځمکو د خلاصون په لړ کې دا ځل د بلخ ولايت په کلدار ولسوالۍ کې ۲۷۴ جريبه ځمکه استرداد کړه.

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۹:۵۹
Background image

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د فتح خان لیسې د جوړولو چارې پیل شوې

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د فتح خان لیسې د جوړولو چارې پیل کړې.

Pagination

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت