په کندهار کې څه باندې ۳۲۵ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه
![کندهار](/sites/default/files/2020-11/kandahar1.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې کندهار ولایت کې په ۲۵۷ قطعو کې ۳۲۵۴۶۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۳۲۲۷۶۳ جریبه ځمکه سپینه دولتي او پاتې ۲۷۰۰ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښارجوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه او ۲۵۹ زره او ۸۱۸ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې سروې او ثبت کړي او ژمن دی چې د دې پروسې له لارې د حکومت اقتصادي او پراختیايي پلان جوړونې تطبیق ته زمینه مساعده کړي.