د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
لسمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریتونو د دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح‌الله په ساحه کې د ساختماني چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د ساحوي څارنې پر مهال، د ساختماني پروژو وضعیت د منظور شوو نقشو او نافذه ښاري پلانونو سره پرتله شو، څو د تخنیکي معیارونو او قانوني اصولو د رعایت کچه وارزول شي.

په ارزونه کې هغه پروژې تثبیت شوې چې د نافذه قوانینو، ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حریم د نقض احتمال پکې موجود و، په ځانګړي ډول د غیرقانوني کړکیو او پرانیستو برخو جوړول.

له همدې امله، د پروژو له مالکینو وغوښتل شول چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او تخنیکي مدارک اړوند ریاست ته وسپاري، څو د دقیقې ارزونې او د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت تر تثبیت وروسته، د اړتیا په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یو شمېر پروژو ساختماني چارې په عادي ډول روانې دي،همداراز، ټینګار وشو چې د دې ډول نظارتونو لړۍ به د کاري پلان له مخې دوام ومومي او د ښار نورې سیمې به هم تر پوښښ لاندې ونیول شي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي دوامداره څارنې د ښاري پلانونو د سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم د کنټرول، د ګاونډیانو د حقونو د خوندیتوب، د ساختماني کیفیت د لوړولو او د ښاري مدیریت د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۷
Background image

په ارزګان کې د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د اداري تعمیر له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د ارزګان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له لوري د پیښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست د اداري تعمیر د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په غزني ښار کې د نوو ودانیزو پروژو له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونود مخنیوي تخنیکي ټیم د غزني ښار اړوند د لومړي او دوهم پلان په ساحو کې د تازه پیل شوو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۶
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د جامع مسجد شریف د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د فراه ولایت په مهاجرینو ښارګوټي کې د یو باب جامع مسجد شریف د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د پروژې فزیکي پرمختګ ارزول شوی چې تر دې مهاله. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت