په کابل کې د نیمه ‌کاره ودانیو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۲:۸
پروژه نیمه کاره

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار د بېلابېلو سیمو د نیمه ‌کاره ودانیو له روان بهیر څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د لسمې ناحیې اړوند له شهید څلورلارې څخه د قلعه فتح‌الله د شپږم سړک پورې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د روانو ساختماني پروژو وضعیت له نږدې وارزول شو.

د ساحوي څارنې پر مهال، د ودانیزو پروژو منظور شوې نقشې د ساختماني چارو له موجود وضعیت او نافذه ښاري پلانونو سره پرتله شوې، څو د تخنیکي معیارونو او قانوني اصولو د رعایت کچه په دقیق ډول وڅېړل شي.

د ارزونې په ترڅ کې، هغه پروژې چې پکې د نافذه قوانینو او ښاري پلانونو د احتمالي سرغړونو نښې لیدل کېدې، د لا زیاتې تخنیکي څېړنې لپاره تثبیت شوې. په همدې تړاو، د پروژو له مالکینو وغوښتل شول چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او تخنیکي مدارک اړوند ریاست ته وسپاري، څو له هر اړخیزې ارزونې او د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت تر تثبیت وروسته، د اړتیا په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ټینګار کوي چې د دې ډول څارنو لړۍ به د کاري پلان له مخې دوام ولري او د ښار نورې سیمې به هم په نږدې راتلونکو ورځو کې تر پوښښ لاندې ونیول شي.

د دې څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت د بهیر پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت