په لغمان کې له ۵۰ د زياتو پايو د نصب لپاره د ځمکو مالکيت حق تثبيت شو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کاسا زر وارداتي برېښنا پروژې د انتقال په برخه کې د اسانتيا په موخه د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د ۶۵ پايو د نصب لپاره د ځمکو مالکيت حق تثبيت کړ.
تثبت شوي محلونه د لغمان ولايت په بادپښ، قرغهيي او د مهترلام ښار په مربوطاتو کې موقعيت لري.
له دې ډلې څخه ۴۴ پايې په شخصي ځمکه کې او ۲۱ پايې په دولتي ځمکه کې تثبيت شوي او د ۱۰۹ نورو پايو د نصب لپاره هم د تصفيې چارې روانې دي.
د کاسا زر پروژه له تاجکستان او قرغزستان څخه ۱۳۰۰ ميګاواټه برېښنا د نړيوال بانک په مرسته لومړی افغانستان او بيا پاکستان ته لېږدوي.