هرات ولايت کې له ۷۶ زره څخه زيات کورونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۳۱
News

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سيمو د سروې او ثبت په لړ کې دا ځل د  هرات ولايت په مرکز او انجيل ولسوالۍ کې ۷۶۶۲۹ کورونه سروې او ثبت کړي دي.

په دې ډله کې ۷۱۴۹۸ کورونه په هرات ښار او ۵۱۳۱ کورونه په انجيل ولسوالۍ کې موقعيت لري.

له دې سره همهاله د هرات ښار په غير رسمي ښاري سيمو کې د ملکيت ۱۵۷۴ سندونه ويشل شوي دي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت به له دې وروسته هم دې لړۍ ته دوام ورکړي.   

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۶
Background image

په کابل ښار کې د ښاري سرغړونو په موخه د ودانیو دوامداره څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو ړ مخنیوي ټيمونه او د عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونه د کابل ښار په جوړیدونکو ودانیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱
Background image

د کوه قُرغ ساحه د ښاري پراختیا لپاره مناسبه وپېژندل شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم  له مخې، د کابل ښار د ۴۱ ساحو له ډلې څخه د شپږمې ناحیې اړوند د کوه قُرغ ساحې لپاره پراخ او هر اړخیز ښاري مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۲۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کوتل تخت ښارګوټي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د میدان وردک ولایت د انکشافي کوتل تخت ښارګوټي څخه څارنه ترسره شوه.

د ترسره شوې څارنې پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت