په کابل ښار کې د ښاري سرغړونو په موخه د ودانیو دوامداره څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۶
کابل ښار

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو ړ مخنیوي ټيمونه او د عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونه د کابل ښار په جوړیدونکو ودانیو څارنه او نظارت ترسره کړ.

دغه څارنه د کابل ښار د درېیمې ناحیې بېلابېلو سیمو لکه دهبوري، گولایي دواخانه او پل سرخ کې ترسره شوه. د یادونې وړ ده چې د دوامداره څارنې پروسه د ریاست د پلان سره سم روانه ده او په راتلونکو ورځو کې به د ښار نورو سیمو کې هم څارنه ترسره شي.

د څارنې پر مهال هغو پروژو کې چې د قوانینو او تصویب شویو ښاري پلانونو څخه د احتمالي سرغړونو نښې لیدل شوي، د پروژو مالکینو څخه غوښتنه وشوه چې خپلې رسمي اسناد او جوازونه ریاست ته وړاندې کړي، تر څو د دقیقې څارنې او د پلانونو سره د مطابقت وروسته، په صورت کې د هر ډول سرغړونې قانوني اقدامات ترسره شي.

د دغو څارنو موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د ډیر فشار یا تراکم مخنیوی، د ښاري ګډوډیو مخنیوی، د ودانیزو چارو کیفیت لوړول او د ښار د مدیریت ښه کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت