د کوه قُرغ ساحه د ښاري پراختیا لپاره مناسبه وپېژندل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱
کوه قرغ

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم  له مخې، د کابل ښار د ۴۱ ساحو له ډلې څخه د شپږمې ناحیې اړوند د کوه قُرغ ساحې لپاره پراخ او هر اړخیز ښاري مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

دغه مطالعات چې د ۶۳۷.۵ جریبه ځمکې مساحت رانغاړي، د ښاري پراختیا، چاپېریال ساتنې، زیربناوو، د ځمکې د تخنیکي معیارونو او ټولنیزو، اقتصادي شرایطو په رڼا کې د مسلکي تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره شوي دي، د سیمې فزیکي سروې، دقیق تخنیکي تحلیلونه او میداني مشاهدات د یادو مطالعاتو اساسي بنسټ جوړوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري مطالعاتو ریاست په لارښوونه، یو پیاوړی تخنیکي ټیم ساحې ته واستول شو، تر څو د سېلابونو د کنټرول، د اوبو د سرچینو د مدیریت، چاپېریالي اغېزو او د معیاري ښاري پلان د امکان ‌سنجونې په برخه کې هر اړخیزې څېړنې ترسره کړي.

د ترسره شوو مطالعاتو پایلې ښيي چې د کوه قُرغ ساحه د ښاري پلان له مخې د زرګونو کورنیو د استوګنې وړتیا لري او کولای شي په راتلونکې کې د کابل ښار د متوازن، منظم او دوامدار پرمختګ لپاره یو مهم بنسټ وګرځي.

دا هڅې د اسلامي امارت د مشرتابه د لیدلوري له مخې د قانونمند ښاري پراختیا، د غصب مخنیوي او د هېوادوالو لپاره د خوندي او معیاري استوګنیزو سیمو د برابرولو په موخه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت