محترم محمد جواد پیکار د ښرنې سټراټیژیک اصلاحي انکشافي پلان منظور کړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۰:۴۶
پکتیکا

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د پکتیکا والي محترم مجیب الرحمان څمکني او د ښرنې ښاروال محترم عبدالکریم ځدران سره په کتنه کې په یاد ولایت کې پر پراختیايي مسایلو خبرې اترې وکړې.

په لومړي سر کې د پکتیکا والي د ښرنې ماسټر پلان او د ارګون تفصیلي پلان چارو د چټکتیکا غوښتنې ترڅنګ، دغه ولایت ته د شخصي او دولتي ځمکو او ملکیتونو د تصفیې په هدف د یوه پلاوي د ورلېږلو غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د ارګون تفصیلي پلان شاوخوا ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوي او د ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته یې دنده وسپارله چې په لنډ وخت کې دې منظوري لپاره چمتو کړي.

محترم محمد جواد پیکار همدا رنگه د پکتیکا والي په ځواب کې وویل، د جلالتمآب جمهور رئیس لارښوونې سره سم، د غصب پر وړاندې مبارزه په چټکه توګه روانه ده او د تصفیې عمومي ریاست ته یې دنده وسپارله چې ژر تر ژره دې د تصفیې یو پلاوی هغه ولایت ته ور ولیږي، څو د تصفیې له لارې دولتي او شخصي ځمکې او ملکیتونه تفکیک او د ورسره د غصب مخنیوی وشي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدا راز اړوندو برخو ته دنده ورکړه چې په ښرنه کې د کډوالو، معلولینو او ښوونکیو ښارګوټو خط اندازۍ لپاره دې درې کسیزه پلاوی هغه ولایت ته واستوي، څو په اړمنو باندې د وېش رسمي لړۍ پیل شي.

نوموړي همدا راز وویل، یاد پلاوی دې په ښرنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدو سرتېرو کورنیو ته د یوه ښارګوټي سروې چارې هم ترسره کړي.

محترم محمد جواد پیکار د دغې کتنې په پای کې د پکتیکا ولایت مرکز د ښرنې ښار سټراټیژیک اصلاحي انکشافي پلان هم منظور کړ.

په دغه پلان کې د پوهنتون ساحه له ۱۶۰ جریبو څخه ۲۵۰ جریبو ته پراخه شوې، د شهیدانو کورنیو او کډوالو ته د ښارګوټو لپاره ځمکې په نښه شوي، د ژوند چاپېریال ښه‌والي په پار صنعتي ساحه د ښار سویل ختیځ ته انتقال شوې او همدا رنګه اداري او تعلیمي کمپلکس او مسلخ ته هم ځمکې په پام کې نیول شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۶
Background image

په کابل ښار کې د ښاري سرغړونو په موخه د ودانیو دوامداره څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو ړ مخنیوي ټيمونه او د عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونه د کابل ښار په جوړیدونکو ودانیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱
Background image

د کوه قُرغ ساحه د ښاري پراختیا لپاره مناسبه وپېژندل شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم  له مخې، د کابل ښار د ۴۱ ساحو له ډلې څخه د شپږمې ناحیې اړوند د کوه قُرغ ساحې لپاره پراخ او هر اړخیز ښاري مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۲۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کوتل تخت ښارګوټي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د میدان وردک ولایت د انکشافي کوتل تخت ښارګوټي څخه څارنه ترسره شوه.

د ترسره شوې څارنې پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت