د پارون ښار تفصيلي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۹:۲۲
نورستان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار د نورستان له والي محترم حافظ عبدالقيوم او په ملي شورا کې د دغه ولایت له استازو سره په خپل کار ځای کې ولیدل.

په پيل کې د نورستان والي دې ولايت ته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د رهبرۍ له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او په ياد ولايت کې يې د بېلابېلو پروژو پر تطبيق په ځانګړي ډول د عمراني شپږو پروژو د ساختماني چارو، د معلمينو او شهيدانو لپاره د استوګنې نومرو د وېشلو او په تازه جوړولو شويو ودانيو کې د مرکزګرمۍ سيسټم د نصبولو په تړاو يې خبرې وکړې.

ورپسې محترم محمد جواد پيکار اړوندو برخو ته سپارښتنه وکړه چې په نورستان کې د ځمکې د کمښت له امله؛ د مهترلام له ښاروالۍ سره په همغږۍ دې د معلولينو او شهيدانو لپاره د ۶ زره استوګنيزو نمرو ځمکه په لغمان کې ځانګړې شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وويل د ولايت اداري ودانۍ، د ولايت ميلمستون، څارنوالۍ، د ښځو چارو رياست، ورزشي امريت او د ولايتي شورا د ودانيزو پروژو د چارو بشپړېدل يو ښه پرمختګ دی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

محترم محمد جواد پيکار په ورته وخت کې د نورستان والي د وړانديزونو په تړاو په ياد ولايت کې د ښار جوړولو او ځمکو رياست ته سپارښتنه وکړه چې د پارون طبيعي پېښو د مخنيوي او په يادو ساختمانونو کې د مرکزګرمۍ سيسټم نصبولو لپاره تخنيکي سروې ترسره کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست همدارنګه د نورستان د ښار جوړولو او ځمکو رياست ته سپارښتنه وکړه چې تر دې وروسته دې د ځايي مهندسي سبک او ځايي ساختماني موادو ته په پام سره د ساختماني پروژو ډيزاين په خپله ترسره کړي او د منظورۍ په موخه دې مرکز ته راواستوي.

محترم محمد جواد پيکار زياته کړه چې د نورستان ولايت لپاره به د خطيب العالمي نړيوالې کمپنۍ د قراداد له مخې روښانه نقشه او ليدلوری رامنځته شي چې وروسته به يې عملي چارې هم ترسره شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د يادې ليدنې په څنډه کې د پارون ښار تفصيلي پلان چې د لومړي ځل لپاره په ۶۰۹ جريبه ځمکه کې ترتيب او د ښاري پراختيا عالي شورا په جلسه کې تائيد شوی؛ منظور کړ او د تطبيق لپاره يې اړوندو برخو ته وسپاره.

محترم محمد جواد پيکار زياته کړه چې دا تفصيلي پلان خپلې ګټې لري، خو د نړيوالې کمپنۍ په وسيله د نورستان روښانه ليدلوری او د نقشې ترتيبول يو څه زيات وضاحت ته اړتيا لري.

د يادولو ده چې په دې تفصيلي پلان کې ۴۲ فعاليتونه په ځانګړي ډول د کرکټ لوبغالي، موزیم او د سيلانيانو لپاره د استوګنيزو بلاکونو جوړول ځای پر ځای شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت