د ولایتونو دولسولیو د سرحدونو طرزالعمل ترتیب شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۴:۴۱
معینیت مسکن و انکشاف برنامه ها

۱۴۴۶/۴/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په مشرۍ  د ولایتونو د سرحداتو د طرزالعمل په اړه وروستۍ ناسته تر سره شوه.

لومړی د احصایې او معلوماتو ملي ادارې استازي د یادې کړنلارې د نهايي کېدو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د ولایتونو او ولسوالیو د سرحدي شخړو د حل په موخه یادې کړنلارې د دې کمیټې غړو د هوکړې له مخې د لارښود په توګه ترتیب شوې دي، په کوم کې چې د غړو څانګو دندې لکه د کور او ښار جوړولو وزارت، سرحدونو، قومونو او قبایلو، کورنیو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې محترمو وزارتونو ته په ځانګړې توګه ویل شوي چې د ولایتونو او ولسوالیو د سرحدي شخړو په حل کې به د خپلو کاري اصولو سره سم عمل وکړي.

ورپسې د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معین الحاج فائز د دغې کمېټې د غړو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د یادې کړنلارې د نهايي کېدو په اړه یې هوکړه وکړه.

ټاکل شوې چې ياده شوې کړنلاره به په نږدې راتلونکي کې د ریاست الوزرا‌ء اداري معاونیت محترم مقام ته وړاندې شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS