د ولایتونو دولسولیو د سرحدونو طرزالعمل ترتیب شو

۱۴۴۶/۴/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په مشرۍ د ولایتونو د سرحداتو د طرزالعمل په اړه وروستۍ ناسته تر سره شوه.
لومړی د احصایې او معلوماتو ملي ادارې استازي د یادې کړنلارې د نهايي کېدو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د ولایتونو او ولسوالیو د سرحدي شخړو د حل په موخه یادې کړنلارې د دې کمیټې غړو د هوکړې له مخې د لارښود په توګه ترتیب شوې دي، په کوم کې چې د غړو څانګو دندې لکه د کور او ښار جوړولو وزارت، سرحدونو، قومونو او قبایلو، کورنیو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې محترمو وزارتونو ته په ځانګړې توګه ویل شوي چې د ولایتونو او ولسوالیو د سرحدي شخړو په حل کې به د خپلو کاري اصولو سره سم عمل وکړي.
ورپسې د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معین الحاج فائز د دغې کمېټې د غړو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د یادې کړنلارې د نهايي کېدو په اړه یې هوکړه وکړه.
ټاکل شوې چې ياده شوې کړنلاره به په نږدې راتلونکي کې د ریاست الوزراء اداري معاونیت محترم مقام ته وړاندې شي.