دحیرتان ددوه لارې د کرنیزو او صنعتي پارکونو د وړاندیز شوي پلان په اړه خبرې وکړې.

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۸:۵۹
picture

13/02/1444

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د پراختیا له رئیس سره د لیدنې په ترڅ کې د دغه وزارت د وړاندیز شویو پلانونو په اړه چې د دغه وزارت د بلخ په ولایت د حيرتانو په دوه لارې کې صنعتي او کرنيز پارک د ماسټر پلان د جوړولو په اړه یې وړاندیز کړی وو، چې بحث او خبرې اترې پرې وشوې.

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د پراختيا رئيس د دغه وزارت د وړانديز شويو پلانونو په اړه چې په شپږو پړاونو کې طرحه شوي وي معلومات ورکړل او په دې برخه کې يې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له تخنیکې مسوولينو څخه وړانديزونه او مشورې وغوښتې. .

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني وویل، د ښاري پلانونو چمتو کول د دغه وزارت له مهمو دندو څخه دي، چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د انجنیرانو او متخصصینو له خوا د قوانینو په رڼا کې طرحه کېږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د دغه وزارت د ښاري پلانونو ریاست ته لارښوونه وکړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندیز شوي پلانونه په قانوني ډول تعقیب او په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د ننګرهار او پکتیکا لپاره مهم ګام؛ د مهاجرینو ښارګوټو اصلاحي پلانونه منظور شول

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي اصلاحي پلانونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر د لوګر د خلکو غوښتنې واورېدې؛ د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کېږي

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت له یو شمېر مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې ناسته کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ودانیزو او استوګنیزو د نقشو تخنیکي کمیسیون ناسته تر سره شوه

۲۱/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین الحاج ګل زرین صابر په مشرۍ، د د ودانیزو او استوګنیزو نقشو تخنیکي کمیسیون خپله دویمه ناسته. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت