د ننګرهار او پکتیکا لپاره مهم ګام؛ د مهاجرینو ښارګوټو اصلاحي پلانونه منظور شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۴
وزارت شهرسازی ومسکن

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي اصلاحي پلانونه منظور کړل.

د ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د فرمان سره سم، د ننګرهار ولایت د مهاجرینو ښارګوټي کې ټولې (۴۳۳۹) پنځه بسوه یي استوګنیزې نمرې او د پکتیکا ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي کې ټولې (۳۲۹۱) پنځه بسوه یي استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوي دي.

د یادو پلانونو موخه په دغو ولایتونو کې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شوو کورنیو لپاره د معیاري او منظم استوګنیزو ښارګوټو رامنځته کول دي، څو هغوی ته د سرپناه تر څنګ بنسټیز خدمات هم برابر شي.

ترڅنګ یې د سړکونو جوړول، د پاکو اوبو رسولو سیستم، برېښنا، عامه تأسیسات، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه، او نور اړین ښاري خدمات هغه څه دي چې په هر پلان کې ورته بشپړه پاملرنه کېږي.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د پلانونو د منظورۍ په مهال ټینګار وکړ، چې اړوند تخنیکي ټیمونه دې د دغو پروژو د عملي کېدو لپاره لازم چمتووالی ونیسي او چارې دې یې د معیاري اصولو سره سم پر مخ یوسي.

همدارنګه، ښاغلي حقاني اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې د پلانونو د تطبیق بهیر دې په چټکۍ سره پیل کړي او په دې برخه کې دې له نورو همکارو ادارو سره لازمې همغږۍ ته دوام ورکړي، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښاري پراختیا او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

په شملزو ولسوالۍ کې د روغتون د ودانۍ له ساختماني چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۸

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۲۲
Background image

په فراه کې د کانونو آمریت د اداري ودانۍ او مېلمستون له جوړولو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۸

د فراه ولایت د مرکز د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د کانونو آمریت د اداري ودانۍ او مېلمستون د جوړولو پروژې له چارو څخه د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

د کابل ښار د امیر دوست‌محمدخان تاریخي ښوونځي د بیارغونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي څارنې ټیم په کابل ښار کې د امیر دوست‌محمدخان د تاریخي ښوونځي د ودانۍ د بیارغونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت