د ودانیزو او استوګنیزو د نقشو تخنیکي کمیسیون ناسته تر سره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۱۳
معینیت مسکن

۲۱/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین الحاج ګل زرین صابر په مشرۍ، د د ودانیزو او استوګنیزو نقشو تخنیکي کمیسیون خپله دویمه ناسته تر سره کړه چې په دې ناسته کې د اړوند ریاستونو محترمو رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی و.

په غونډه کې محترم معین د کار د چټک پرمختګ او د کمیسیون د غړو ترمنځ د اړینې همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې، هغه په ځانګړې توګه د میکانیزم جوړولو، د چیک ‌لیست ترتیب او د اړوند فورم په سم او دقیق جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي معین همدارنګه وویل چې د کمیسیون غونډې باید دوامداره وي او د اړتیا او ضرورت پر اساس ترسره شي، هغه ټینګار وکړ چې هره پروژه، که د کور او ښا جوړولو وزارت اړوند وي او یا د نورو ادارو اړوند وي باید تر کار لاندط جدي ونیول شي.

د غونډې په جریان کې د کمیسیون غړو خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل، دوی د کار د چټکولو، د میکانیزم اصلاح، د چیک ‌لیست بشپړتیا، او د ودانیزو نقشو فورم د ترتیب په اړه خپل نظر ورکړ، همدارنګه یې ټینګار وکړ چې ټولې پروژې باید د چیک ‌لیست مطابق په منظم ډول تر کار لاندې ونیول شي.

ویل کېږي چې د دې غونډې وروسته به د کمیسیون له خوا د ودانیزو او استوګنیزو نقشو تخنیکي او اداري ارزونه ترسره شي او د امارتي او شخصي پروژو په اړه به هم څېړنې وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۴
Background image

پکتیا ولایت کې د (جي ‌اېچ) روغتونونو د جوړېدو په پار د سروې او ځمکې د تثبیت چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲

پکتیا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د ګډ ولایتي پلاوي په همغږۍ، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د لس (جي‌ اېچ) روغتونونو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت